تثبیت هویت سند

د تثبیت هویت سند ترلاسه کولو لپاره معلومات

د افغانستان اتباعو ته چې په آلمان کې اوسیږي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې د نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې دي او د هویت اسناد (لکه تذکره یا د افغانستان پاسپورت) نه لري، خو د آلماني ادارو لپاره د هویت اسنادو ته اړتیا لريکولی شئ د “تثبیت هویت سند” د ترلاسه کولو لپاره دې نمایندګۍ ته مراجعه وکړئ.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. متقاضی باید پخپله قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د دې سند د طی مراحلو یا صدور امکانات د پوست، آنلاین یا د متقاضي د غیابت په صورت کې نشته.
  2. د تثبیت هویت سند غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو کې منل کېږي.
اړین اسناد

د تثبیت هویت سند لپاره د غوښتنې لپاره لاندې اسناد اړین

  • د یو نږدې خپلوان (اصولي اقاربو) د تذکرې کاپي: متقاضي باید د خپل نږدې خپلوان لکه پلار، ورور، نیکه، کاکا یا د کاکا زوی (د پلار له لوري) د تذکرې کاپي وسپاري.
  • د آلمان د اقامې سند: متقاضی باید د خپل پیژندپانې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه مخونه – چې پکې د کارت څښتن نوم او پته ښکاره وي) وسپاري.
  • د ملاتړ اسناد: هغه اسناد چې د افغانستان د حکومت له لوري د آلمان ته د راتګ دمخه صادر شوي وي؛ لکه: دیپلومونه، د رأی ورکولو کارتونه، د نظامي خدمت کارتونه، او داسې نور.
  • د پاسپورټ-سایز دوه قطعه انځورونه: متقاضي باید دوه نوې پاسپورټي انځورونه، د سپین شالید سره وسپاري. انځورونه [نمونه]
  • پرلیکه د غوښتنلیک ډکول: آنلاین فورمه ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر له ځان سره تیار وساتئ. د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه څخه ترلاسه کړئ.
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • حضوري مرکه: متقاضي مکلف دی چې د قونسلګرۍ حضوري مرکې ته حاضر شي. هلته د اسنادو او غوښتنې پر اساس د متقاضي هویت کره ارزول کېږي.

  • لګښت: د سند تثبیت هویت فیس ۷۰ یورو دی. د بانکي کارت له لارې د پیسو تادیه شونې ده، خو باید یاد ولرئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي
  • د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
  • د ملي هویت سند بدیل نه دی: د تثبیت هویت سند د افغانستان د تذکرې یا پاسپورت بدیل نه بلل کېږي. دا سند یوازې د متقاضي د هویت د ثابتولو لپاره صادریږي.
  • که تذکره لرئ، اړتیا نشته: هغه افغان اتباع چې دمګړۍ بااعتباره تذکره لري، د دغه سند د اخستلو اړتیا نه لري.
  • د آلمانیو ادارو ملاتړ: دا سند په ځانګړې توګه د دې لپاره طرحه شوی چې د افغان اتباعو سره د آلماني مقاماتو د قانوني یا اداري غوښتنو د بشپړولو په برخه کې مرسته وکړي.