حصر وراثت

د حصر وراثت ترلاسه کولو معلومات

په آلمان کې مېشت د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه په نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې مېشت افغانان کولای شي چې د حصر وراثت سند د ترلاسه کولو لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. متقاضیان باید د درې تنو اقرارکوونکو او دوو تنو شاهدانو سره چې بالغ وي او د افغانستان تابعیت ولري په حضوري ډول قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د دې سند طی مراحل یا صدور د پوست او آنلاین له لارې د متقاضیانو د غیابت په صورت کې امکان نه لري.
  2. متقاضي باید خپله غوښتنه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په ترڅ کې وسپاري
اړین اسناد

د حصر وراثت د صادرولو د غوښتنې لپاره د لاندې اسنادو برابرول اړین دي:

  • د غوښتنې فورمه: وارث باید د غوښتنې فورمه په دري یا پښتو ژبه په دقت سره ډکه کړي او د نومونو، نېټو، ارقامو او ځایونو د سم لیکل ډاډ ترلاسه کړي. [Download the application form here].
  • وارث (یا وارثان): لږ تر لږه یو وارث، د درې تنو اقرارکوونکو او دوو تنو شاهدانو سره، چې بالغ وي او د افغانستان تابعیت ولري، باید حضوري ډول قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او لاندې اسناد وړاندې کړي:
  • د افغانستان تابعیت سند: متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د افغانستان اصلي تذکره یا پاسپورت او د دې کاپي له ځان سره ولري.
  • د آلمان د اقامې سند: متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د (Personalausweis) کارت کاپي ارایه کړي [نمونه[ د کارت دواړه مخونه – چې د کارت د څښتن نوم او پته پکې څرګند وي.
  • دوه قطعه انځورونه: متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید دوه قطعه نوې انځورونه له سپین شالید سره وړاندې کړي. [عکس نمونه]
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • لګښت: د حصر وراثت لګښت ۳۰۰ یورو دی. د بانکي کارت له لارې د پیسو تادیه شونی ده، خو یاد ولرئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي

د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.