د مجردۍ وثیقه

د مجردۍ وثیقه ترلاسه کولو معلومات

په آلمان کې میشت د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه په نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن یا سارلاند ایالتونو کې مېشت افغانان. د مجردي تصدیق د ترلاسه کولو لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  1. شخصي حضور: متقاضیان باید د درې تنو اقرارکوونکو او دوو تنو شاهدانو سره چې بالغ وي او د افغانستان تابعیت ولري په حضوري ډول قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د دې سند صدور یا طی مراحل د پوست یا آنلاین له لارې، د متقاضی د غیابت په صورت کې، امکان نه لري.
  2. غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په جریان کې منل کېږي.
اړین اسناد

د مجردی تصدیق د ترلاسه کولو لپاره، د لاندې اسنادو برابرول اړین دي:

  • د مجردۍ د تصدیق فورمه: غوښتونکی باید فورمه د خپل ځان، درې تصدیق کوونکو او دوه شاهدانو په اړه د ټولو ضروري مالوماتو سره ډکه کړي. سربیره پردې، غوښتونکی، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید خپل انځورونه, لاسلیک یا د ګوتو نښې په سم ډول فرمه کې ولګوي، لکه څنګه چې اړین وي. دا فورمه یوازې له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کېدی شي او باید په قونسلګرۍ کې ډکه شي.
  • د افغانستان تابعیت سند: متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د افغانستان اصلي تذکره یا پاسپورت او د دې کاپي له ځان سره ولري.
  • د آلمان د اقامت سند: متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د شخصي هویت کارت (Personalausweis) ]نمونه[ (دواړه مخونه – چې پکې د کارت د خاوند نوم او پته ښکاره وي) قونسلګرۍ ته وسپاري.
    د تمدید شوې راجستر سند: غوښتونکی باید یو تمدید شوی ثبت سند (Erweiterte Meldebescheinigung) ]نمونه[ وړاندې کړي، د دې لپاره چې تایید کړي غوښتونکی هغه مهال چې افغانستان یې پرېښی و او په آلمان کې یې د پناه غوښتنه ورکړې وه، تر ۱۸ کلنۍ لاندې عمر یې درلود. متقاضي، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید دوه قطعه نوې انځورونه (د سپین شالید سره) وسپاري
  • د پاسپورټ د اندازې دوه انځورونه: غوښتونکی، درې تصدیق کوونکي او دوه شاهدان باید په سپین شالید کې دوه تازه اخیستل شوي انځورونه وړاندې کړي. عکس [نمونه[
  • د آنلاین غوښتنې ډک شوی فورم: فورمه آنلاین ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر مو خوندي وساتئ. د غوښتنلیک فورمه دلته ترلاسه کړئ [دلته].
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • حضوري مرکه: متقاضیان مکلف دي چې قونسلګرۍ ته د حضوري مرکې لپاره حاضر شي. هلته د اسنادو او د غوښتنلیک پر مهال ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ د متقاضی د تجرد حالت ارزول کېږي.

  • لګښت: د تصدیق مجردی فیس ۷۵ یورو دی. تادیه د بانکي کارت له لارې شونې ده، خو کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.

  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.

مهم ټکي
  • د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
  • د یادو معلوماتو تطبیق: پورته معلومات یوازې د هغو افغان اتباعو لپاره دي چې د ۱۸ کلنۍ څخه کم عمر کې آلمان ته راغلي او هلته د کډوالۍ (پناه) حیثیت لري.
  • د ۱۸ کلنۍ یا له هغې پورته عمر کې د آلمان ته داخلېدو شرایط: هغه غوښتونکي چې په ۱۸ کلنۍ یا له هغې پورته عمر کې آلمان ته راغلي وي، لومړی باید د مجردي اقرار خط د ترلاسه کولو لپاره درخواست ورکړي ، کوم چې د مجردۍ تصدیق ترلاسه کولو لپاره لومړنی شرط دی.
  • د سند اعتبار: د تصدیق مجردی اعتبار د صادرېدو له نیټې څخه د ۶ میاشتو لپاره دی.