بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
د اسنادو تصدیق
د اسنادو د تصدیق/تایید او اعتبار ورکولو لپاره معلومات
جنرال قونسلګري د بېلابېلو اسنادو لکه تحصیلي ډیپلومونو، د واده سندونو، د تجرد تصدیقنامو، د زیږون سندونو، د وفات سندونو، سوداګریزو اسنادو او نورو رسمي مدارکو د تصدیق، تأیید او د هویت د تثبیت خدمتونه ترسره کوي.
هغه اسناد چې په افغانستان کې صادر شوي وي:
که یو سند په افغانستان کې صادر شوی وي او له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست له خوا تصدیق شوی وي، نو جنرال قونسلګري به یې په وړیا ډول تصدیق کړي.
هغه اسناد چې په آلمان کې صادر شوي وي:
د هغه اسنادو لپاره چې په آلمان کې صادر شوي، لومړی باید د فدرالي بهرنیو چارو وزارت یا د اړوند ایالتي مقاماتو له خوا تصدیق شي، له دې وروسته بیا جنرال قونسلګرۍ ته د تصدیق لپاره وړاندې شي.
د اسنادو د تأیید لپاره اړین اسناد:
- د غوښتنې لیک (عریضه): غوښتونکی باید دې نمایندګۍ ته یو رسمي لیک وسپاري چې پکې د سند(ونو) د تأیید، تصدیق یا احراز هویت موخه او اړتیا په واضح ډول بیان شي. د غوښتنې فورم د ډاونلوډ لپاره کلیک وکړئ..
- اصلي اسناد او کاپيانې: غوښتنلیک کوونکی باید د تصدیق، تأیید یا احراز هویت لپاره د اړینو سند(ونو) اصلي نسخه او یوه کاپي وسپاري.
- د آلمان د اقامت سند: د پیژندپاڼې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه مخونه – چې د پاسپورت د څښتن نوم او پته پکې وي) وړاندې کړئ.
- لګښت: د خدماتو بیه د سند د ډول له مخې توپیر لري. مهرباني وکړئ د بېلابېلو اسنادو د تصدیق، تأیید یا احراز هویت د لګښت په جدول کې وګورئ.
- د تادیې سند (د پوست له لارې غوښتنلیکونو لپاره): که د پوست له لارې غوښتنلیک لېږئ، نو یاد لګښت د نمایندګۍ بانکي حساب ته انتقال کړئ او د تادیې سند ورسره یو ځای ضمیمه کړئ (بانکي تفصیلات لاندې شته).
- له مخکې ادا شوې ټکټ لرونکې لفافه: یوه ثبت شوې لفافه چې ستاسې پته پکې د ترلاسه کوونکي په توګه روښانه لیکل شوې وي، د سندونو د بېرته راستنولو لپاره ورسره ضمیمه کړئ. که تاسې د مخکې ادا شوې ثبت شوې لفافې د برابرولو امکان ونه لرئ، نو لطفاً ۸ یورو د پوست مصارفو په موخه ورکړئ بانکی حساب ولیږی او د پیسو د تادیې رسید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای وسپارئ.
د غوښتنې سپارلو لارې
- حضوري:
خپل غوښتنلیک د قونسلګرۍ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې وسپارئ. د لګښت تادیه یوازې د بانکي کارت له لارې شونې ده (کریډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي). - د پوست له لارې:
خپله غوښتنه د میل بکس پتې ته واستوئ. د ډاډمن تحویل لپاره د راجستر شوي پوست کار واخلئ:
Generalkonsulat der Islamischen Republik Afghanistan | Postfach 13 01 23 | 53061 Bonn
د بانکي حساب جزئیات د پوستي غوښتنلیکونو )
- Account Name: Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan
- Account Number: 39080908
- IBAN Number: DE61 3705 0198 0039 0808 08
- SWIFT Code: COLSDE33
د فیسونو د نرخ جدول
شمیره |
د اسنادو ډول
|
نرخ
|
---|---|---|
1 |
د افغان اتباعو تعلیمي اسناد |
۱۰ یورو |
2 |
د بهرني اتباعو تعلیمي اسناد |
۵۰ یورو |
3 |
د حج او سیاحت شرکتونو د اسنادو تصدیق |
۱۵۰ یورو |
4 |
د سوداګریزو یا ګمرکي اسنادو تصدیق |
۱۷۰ یورو |
5 |
د واده سند صادرول (واده، طلاق، جلاوالي او خلع) |
۵۰ یورو |
6 |
د زېږېدنې سند |
۱۵ یورو |
7 |
د مجردۍ وثیقه |
۷۵ یورو |
8 |
وکالت نامه |
۱۵۰ یورو |
9 |
حصر وراثت |
۱۵۰ یورو |
10 |
د نړیوال ډرایورۍ جواز تصدیق او د کورني ډرایورۍ جواز ژباړه |
۱۰۰ یورو |
11 |
د روغتیا، ناروغۍ او مړینې سندونو تصدیق |
وړیا |
12 |
د جرمي مسؤلیت د نشتوالي سند |
وړیا |
13 |
د دیوالیه توب او مالي ناتوانۍ سندونو تصدیق |
وړیا |
14 |
د حقیقی اشخاصو لپاره د کاري اجازې تصدیق |
۱۵۰ یورو |
15 |
د متفرقه اسنادو تصدیق |
۱۰ یورو |
مهم ټکي
- مهم: کله هم نغدې پیسې د پوست له لارې مه لېږئ د پوست له لارې د نغدو پیسو لېږد خوندي نه دی.
- مهم: د خپلې اصلي تذکرې له لېږلو ډډه وکړئ د هویت کارت یا تذکرې کاپيانې بسنه کوي.