بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
د زوجیت وثیقه
د تصدیق زوجیت (د واده تصدیق) ترلاسه کولو لارښود
د افغانستان هغه جوړې (خاوند او میرمن) چې له وړاندې یې نکاح یا واده کړی وي او دا مهال په آلمان کې، په ځانګړي ډول د نورد راین وستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې اوسیږي، کولای شي چې د تصدیق زوجیت د ترلاسه کولو لپاره دې نمایندګۍ ته مراجعه وکړئ.
مهم معلومات او لارښوونې
- د واده دواړه لوري (خاوند او میرمن)، د درې تنو اقرارکوونکو او دوو تنو شاهدانو سره چې بالغ وي او د افغانستان تابعیت ولري، باید حضوري ډول قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د سند د طی مراحل یا صدور امکان د پوست یا آنلاین له لارې، د متقاضیانو د غیابت په صورت کې، نشته.
- متقاضي باید خپله غوښتنه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په ترڅ کې وسپاري
اړین اسناد
د تصدیق زوجیت لپاره د غوښتنې کولو لپاره لاندې اسناد ته اړتیا ده:
- د تصدیق زوجیت فورمه: خاوند او میرمن باید د ځان، د درې اقرارکوونکو او دوو شاهدانو اړوند ټول جزئیات په دقت سره د فورمه درج کړي.د ټولو افرادو انځورونه باید ضمیمه شي.امضا یا د ګوتې نښه باید د اړوندو لارښوونو له مخې ثبت شي.
یادونه: دا فورمه یوازې له قونسلګرۍ څخه ترلاسه کېږي او باید هلته ډکه شي. - د افغانستان تابعیت سند: خاوند، میرمن، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د افغانستان اصلي تذکره یا پاسپورت او د دې کاپي له ځان سره ولري.
- د آلمان د اقامت سند: خاوند، میرمن، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید د خپل (Personalausweis) [نمونه] کاپيانې (دواړه مخونه – چې د څښتن نوم او پتې څرګندوي) وړاندې کړي.
- دوه قطعه انځورنه: خاوند، میرمن، درې اقرارکوونکي او دوه شاهدان باید دوه قطعه نوې عکسونه (د سپین شالید سره) وسپاري. عکس [نمونه]
- د آنلاین غوښتنې ډک شوی فورم: فورمه آنلاین ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر مو خوندي وساتئ. د غوښتنلیک فورمه دلته ترلاسه کړئ [دلته].
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
حضوري مرکه: خاوند او میرمن (متقاضیان) مکلف دي چې قونسلګرۍ ته د حضوري مرکې لپاره حاضر شي. هلته د واده د مستندولو لپاره د دواړو لورو د وړاندې شویو اسنادو او غوښتنلیک پر اساس ارزونه ترسره کېږي.
لګښت: د تصدیق زوجیت فیس ۷۰ یورو دی، چې د بانکي کارت له لارې تادیه کېدای شي. (مهرباني وکړئ یاد ولرئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.)
په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.
نوټ: د لا زیاتو معلوماتو یا لارښوونو لپاره، مهرباني وکړئ د قونسلګرۍ د رسمي وېبپاڼې یا اړیکشمېرې له لارې پوښتنه وکړئ.