بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
د پاسپورت د نه صدور تأییدیه
د پاسپورت د نه صدور تأییدیه ترلاسه کولو په اړه معلومات.
د افغانستان د وروستیو سیاسي بدلونونو او د سپین کتابچې پاسپورت نهرسېدو له امله، د جنرال قونسلګرۍ له لوري د نویو پاسپورتونو چاپ د بلې خبرتیا تر صادرېدو موقتاً ځنډول شوی دی.
داسې متقاضیان چې د افغانستان د معتبرې تذکرې لرونکي وي او د نوي پاسپورت د ترلاسه کولو شرایط پوره کوي، خو د یاد شوي مشکل له امله یې د پاسپورت غوښتنلیک طی مراحل نهشوای کېدای، کولی شي د دې نمایندګۍ له لارې د «د پاسپورت د نهصدور تأییدیه» غوښتنه وکړي.
اړین اسناد
- د غوښتنلیک فورم آنلاین ډکول: فورمه آنلاین ترلاسه او تکمیل کړئ. د تأییدۍ نمبر مو له ځان سره تیار وساتئ. د فورمې د ترلاسه کولو لپاره دلته مراجعه وکړئ.
- د افغانستان تابعیت ثبوت: د متقاضي د تذکرې دواړه مخونه باید واضح او د لوستلو وړ وي، او د آنلاین غوښتنې پر مهال اپلوډ شي.
- هغه ماشومان چې د افغان والدینو له لوري په آلمان کې زېږېدلي وي، باید د خپلې زیږون سند (سند تولدي) سره د والدینو د تذکرو کاپي وړاندې کړي.
- د آلمان د اقامت سند: د شخصي هویت کارت (Personalausweis) دواړه مخونه باید واضح او د لوستلو وړ وي، او د آنلاین غوښتنې پر مهال اپلوډ شي.
- لګښت: د د پاسپورت د نهصدور تأییدیه فیس ۱۰ یورو دی.
د غوښتنې سپارلو لارې
- حضوري سپارل:
د نمایندګۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په ترڅ کې غوښتنه وسپارئ. د لګښت تادیه یوازې د بانکي کارت له لارې کېږي (کریډیټ کارتونه د منلو وړ نه دي). - د پوست/آنلاین له لارې
که د غوښتنې فورم آنلاین یا د پوست له لارې لېږئ، نو لاندې اسناد د غوښتنلیک نمبر او د ترلاسه کوونکي لاسلیک سره د لاندې پتې له لارې ولېږئ:
- د تأییدۍ کود (Confirmation Code)
- د متقاضي د تذکرې او د اقامت جواز (Personalausweis) کاپي
- د ۱۰ یورو تادیې د پیسو د لېږد اصل رسید چې د جنرال قونسلګرۍ بانکي حساب ته انتقال شوی وي (بانکي تفصیلات لاندې شته).
- د بېرته راستنولو لیکپاڼه (Prepaid Envelope) د متقاضي د پته سره
- که پاکټ د پوست د بستې ټکټ ونه لري، نو لطفاً ۸ یورو د پوست مصرف په خاطر نوموړي بانکی حساب ته ولېږئ او رسید یې د نورو اسنادو سره یو ځای کړئ.
Generalkonsulat der Islamischen Republik Afghanistan | Postfach 13 01 23 | 53061 Bonn
د بانکي حساب جزئیات د پوستي غوښتنلیکونو )
- Account Name: Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan
- Account Number: 39080908
- IBAN Number: DE61 3705 0198 0039 0808 08
- SWIFT Code: COLSDE33
- د پاسپورت د نهصدور تأییدیه: دا سند یوازې د نوي پاسپورت د موقتې ځنډېدلې چاپ د تأیید لپاره صادریږي او د افغان مهاجرینو د اداري ستونزو د حل په موخه کارول کېږي.
- د سفر سند د صدور تضمین نه دی: که د سفر سند (Travel Document) ته اړتیا لری، دا د آلماني چارواکو واک دی چې د دې تأییدۍ او نورو اړوندو اسنادو د ارزونې پر بنسټ د سفر سند د صدور په اړه خپله پرېکړه وکړي.
- مهرباني وکړئ یادونه وکړئ چې د دې سند صادرېدل د آلمان چارواکو لخوا د سفر سند د منظورۍ یا صادرېدو تضمین نه کوي.
- مهم: کله هم نغدې پیسې د پوست له لارې مه لېږئ د پوست له لارې د نغدو پیسو لېږد خوندي نه دی.
- مهم: د خپلې اصلي تذکرې له لېږلو ډډه وکړئ د هویت کارت یا تذکرې کاپيانې بسنه کوي.
که تاسو کوم بل لیک یا سند ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ [د سند غوښتنې فورمه] ډک کړئ او د غوښتنې موضوع په واضح او څرګند ډول تشریح کړئ، ترڅنګ د اړیکې شمېره/برېښنالیک او پوستي پتې ذکر کړئ.