د اسنادو تصدیق

د اسنادو د تصدیق/تایید او اعتبار ورکولو لپاره معلومات

جنرال قونسلګري د بېلابېلو اسنادو لکه تحصیلي ډیپلومونو، د واده سندونو، د تجرد تصدیقنامو، د زیږون سندونو، د وفات سندونو، سوداګریزو اسنادو او نورو رسمي مدارکو د تصدیق، تأیید او د هویت د تثبیت خدمتونه ترسره کوي.

هغه اسناد چې په افغانستان کې صادر شوي وي:

که یو سند په افغانستان کې صادر شوی وي او له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست له خوا تصدیق شوی وي، نو جنرال قونسلګري به یې په وړیا ډول تصدیق کړي.

هغه اسناد چې په آلمان کې صادر شوي وي:

د هغه اسنادو لپاره چې په آلمان کې صادر شوي، لومړی باید د فدرالي بهرنیو چارو وزارت یا د اړوند ایالتي مقاماتو له خوا تصدیق شي، له دې وروسته بیا جنرال قونسلګرۍ ته د تصدیق لپاره وړاندې شي.

د اسنادو د تأیید لپاره اړین اسناد:
  1. د غوښتنې لیک (عریضه): غوښتونکی باید دې نمایندګۍ ته یو رسمي لیک وسپاري چې پکې د سند(ونو) د تأیید، تصدیق یا احراز هویت موخه او اړتیا په واضح ډول بیان شي. د غوښتنې فورم د ډاونلوډ لپاره کلیک وکړئ..
  2. اصلي اسناد او کاپيانې: غوښتنلیک کوونکی باید د تصدیق، تأیید یا احراز هویت لپاره د اړینو سند(ونو) اصلي نسخه او یوه کاپي وسپاري.
  3. د آلمان د اقامت سند: د پیژندپاڼې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه مخونه – چې د پاسپورت د څښتن نوم او پته پکې وي) وړاندې کړئ.
  4. لګښت: د خدماتو بیه د سند د ډول له مخې توپیر لري. مهرباني وکړئ د بېلابېلو اسنادو د تصدیق، تأیید یا احراز هویت د لګښت په جدول کې وګورئ.
  5. د تادیې سند (د پوست له لارې غوښتنلیکونو لپاره): که د پوست له لارې غوښتنلیک لېږئ، نو یاد لګښت د نمایندګۍ بانکي حساب ته انتقال کړئ او د تادیې سند ورسره یو ځای ضمیمه کړئ (بانکي تفصیلات لاندې شته).
  6. له مخکې ادا شوې ټکټ لرونکې لفافه: یوه ثبت شوې لفافه چې ستاسې پته پکې د ترلاسه کوونکي په توګه روښانه لیکل شوې وي، د سندونو د بېرته راستنولو لپاره ورسره ضمیمه کړئ. که تاسې د مخکې ادا شوې ثبت شوې لفافې د برابرولو امکان ونه لرئ، نو لطفاً ۸ یورو د پوست مصارفو په موخه ورکړئ بانکی حساب ولیږی او د پیسو د تادیې رسید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای وسپارئ.
د غوښتنې سپارلو لارې
  • حضوري:
    خپل غوښتنلیک د قونسلګرۍ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې وسپارئ. د لګښت تادیه یوازې د بانکي کارت له لارې شونې ده (کریډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي).
  • د پوست له لارې:

    خپله غوښتنه د میل بکس پتې ته واستوئ. د ډاډمن تحویل لپاره د راجستر شوي پوست کار واخلئ:

Generalkonsulat der Islamischen Republik Afghanistan | Postfach 13 01 23 | 53061 Bonn

د بانکي حساب جزئیات د پوستي غوښتنلیکونو )
  • Account Name: Consulate General of the Islamic Republic of Afghanistan
  • Account Number: 39080908
  • IBAN Number: DE61 3705 0198 0039 0808 08
  • SWIFT Code: COLSDE33
د فیسونو د نرخ جدول
شمیره
د اسنادو ډول
نرخ
1

د افغان اتباعو تعلیمي اسناد

۱۰ یورو

2

د بهرني اتباعو تعلیمي اسناد

۵۰ یورو

3

د حج او سیاحت شرکتونو د اسنادو تصدیق

۱۵۰ یورو

4

د سوداګریزو یا ګمرکي اسنادو تصدیق

۱۷۰ یورو

5

د واده سند صادرول (واده، طلاق، جلاوالي او خلع)

۵۰ یورو

6

د زېږېدنې سند

۱۵ یورو

7

د مجردۍ وثیقه

۷۵ یورو

8

وکالت نامه

۱۵۰ یورو

9

حصر وراثت

۱۵۰ یورو

10

د نړیوال ډرایورۍ جواز تصدیق او د کورني ډرایورۍ جواز ژباړه

۱۰۰ یورو

11

د روغتیا، ناروغۍ او مړینې سندونو تصدیق

وړیا

12

د جرمي مسؤلیت د نشتوالي سند

وړیا

13

د دیوالیه توب او مالي ناتوانۍ سندونو تصدیق

وړیا

14

د حقیقی اشخاصو لپاره د کاري اجازې تصدیق

۱۵۰ یورو

15

د متفرقه اسنادو تصدیق

۱۰ یورو

مهم ټکي
  • مهم: کله هم نغدې پیسې د پوست له لارې مه لېږئ د پوست له لارې د نغدو پیسو لېږد خوندي نه دی.
  • مهم: د خپلې اصلي تذکرې له لېږلو ډډه وکړئ د هویت کارت یا تذکرې کاپيانې بسنه کوي.