د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویه قونسلگری
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
د افغانستان د اسلامي جمهوریت لویه قونسلگری
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
د زېږېدنې سند
په آلمان کې د افغان زېږېدنې سند ترلاسه کولو څرنګوالی
کاري ساعتونه
دوشنبه
09:00 - 14:00
سه شنبه
09:00 - 14:00
چهارشنبه
09:00 - 14:00
پنجشنبه
09:00 - 14:00
جمعه
بند
شنبه
بند
یکشنبه
بند
په آلمان کې مېشت د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه په نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې مېشت افغانان کولای شي چې د زېږېدنې سند د ترلاسه کولو لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
مهم معلومات او لارښوونې
- متقاضی باید پخپله قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د دې سند د طی مراحلو یا صدور امکانات د پوست، آنلاین یا د متقاضي د غیابت په صورت کې نشته.
- غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په اوږدو کې منل کېږي.
اړین اسناد
د زېږېدنې سند د غوښتنې لپاره، لاندې اسناد اړین دي:
- د افغانستان تذکرې یا پاسپورت کاپي: متقاضی باید د خپلې با اعتباره افغاني تذکرې یا پاسپورت یوه کاپي او د اړتیا په صورت کې اضافي کاپيانې وړاندې کړي.
- د آلمان د اقامې سند: متقاضی باید د خپل پیژندپانې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه مخونه – چې پکې د کارت څښتن نوم او پته ښکاره وي) وسپاري.
- یو قطعه انځور: متقاضی باید یو نوی انځور، پاسپورت سایز، د سپین شالید سره وړاندې کړي [نمونه].
- پرلیکه د غوښتنلیک ډکول: آنلاین فورمه ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر له ځان سره تیار وساتئ. د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه څخه ترلاسه کړئ.
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
- حضوري مرکه: متقاضیان باید د قونسلګرۍ په حضوري مرکه کې ګډون وکړي. هلته د اسنادو او د غوښتنې پر مهال ورکړل شویو معلوماتو ارزونه ترسره کېږي.
- لګښت: د زیږونپاڼې لګښت ۳۰ یورو دی. د پیسو ورکړه د بانکي کارت له لارې شونې ده، خو مهرباني وکړئ یاد وساتئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.
- په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
- که تاسو د افغانستان اتباع یاست او د افغانستان تذکره تابعیت یا پاسپورت نه لرئ نو مهرباني وکړئ د هویت تثبیت لپاره له دې ځایه غوښتنه وکړئ.[دلته غوښتنه وکړئ]
- د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.