د زېږېدنې سند

په آلمان کې د افغان زېږېدنې سند ترلاسه کولو څرنګوالی

په آلمان کې مېشت د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه په نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې مېشت افغانان کولای شي چې د زېږېدنې سند د ترلاسه کولو لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.

مهم معلومات او لارښوونې
  • متقاضی باید پخپله قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي. د دې سند د طی مراحلو یا صدور امکانات د پوست، آنلاین یا د متقاضي د غیابت په صورت کې نشته.
  • غوښتنلیکونه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په اوږدو کې منل کېږي.
اړین اسناد

د زېږېدنې سند د غوښتنې لپاره، لاندې اسناد اړین دي:

  • د افغانستان تذکرې یا پاسپورت کاپي: متقاضی باید د خپلې با اعتباره افغاني تذکرې یا پاسپورت یوه کاپي او د اړتیا په صورت کې اضافي کاپيانې وړاندې کړي.
  • د آلمان د اقامې سند: متقاضی باید د خپل پیژندپانې (Personalausweis) کاپي [نمونه] (دواړه مخونه – چې پکې د کارت څښتن نوم او پته ښکاره وي) وسپاري.
  • یو قطعه انځور: متقاضی باید یو نوی انځور، پاسپورت سایز، د سپین شالید سره وړاندې کړي [نمونه].
  • پرلیکه د غوښتنلیک ډکول: آنلاین فورمه ترلاسه او ډکه کړئ. د تاییدۍ نمبر له ځان سره تیار وساتئ. د غوښتنلیک فورمه له دې ځایه څخه ترلاسه کړئ.
د سند صادرول

دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:

  • حضوري مرکه: متقاضیان باید د قونسلګرۍ په حضوري مرکه کې ګډون وکړي. هلته د اسنادو او د غوښتنې پر مهال ورکړل شویو معلوماتو ارزونه ترسره کېږي.
  • لګښت: د زیږونپاڼې لګښت ۳۰ یورو دی. د پیسو ورکړه د بانکي کارت له لارې شونې ده، خو مهرباني وکړئ یاد وساتئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.
  • په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
  • که تاسو د افغانستان اتباع یاست او د افغانستان تذکره تابعیت یا پاسپورت نه لرئ نو مهرباني وکړئ د هویت تثبیت لپاره له دې ځایه غوښتنه وکړئ.[دلته غوښتنه وکړئ]
  • د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.