بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
بن - د آلمان فدرالي جمهوریت
وکالت نامه
د وکالت نامه ترلاسه کولو معلومات
په آلمان کې مېشت د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه په نورد راین ویستفالن، راینلند فالز، نیدرزاکسن، هیسن او سارلاند ایالتونو کې مېشت افغانان کولای شي چې د وکالتنامې سند د ترلاسه کولو لپاره دې قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
مهم معلومات او لارښوونې
- شخصي حضور: متقاضي باید دوه تنه شاهدان (بالغ افغان اتباع) له ځان سره قونسلګرۍ ته راولي. د سند طی مراحل د پوست یا آنلاین له لارې د منلو وړ نه دي.
- متقاضي باید خپله غوښتنه د قونسلګرۍ د رسمي کاري ورځو او ساعتونو په ترڅ کې وسپاري
اړین اسناد
الف. د نکاح سند لپاره وکالتنامه
د وکالت نامې سند لپاره د غوښتنې کولو لپاره لاندې اسناد ته اړتیا ده:
- د غوښتنې فورمه: متقاضی باید د غوښتنې فورمه په دقت سره په دري یا پښتو ژبه ډکه کړي. باید د نومونو، نیټو، ارقامو او ځایونو د سم لیکلو څخه ډاډ ترلاسه کړي او د وکالت موضوع او د وکیل صلاحیتونه واضح بیان کړي. .
- شخصي مراجعه کوم خاوند او میرمن چې په آلمان کې اوسیږي، د دواړو حضوری شتون او د لاندې اسنادو برابرول اړین دي:
- یوه رسمي غوښتنلیک چې پکې د واده نیټه او ځای واضح لیکل شوي وي.
- د افغاني تابعیت سند: غوښتونکی، خاوند/مېرمن او دوه شاهدان باید خپله اصلي تذکره یا افغان پاسپورت او د هغې کاپیانې وړاندې کړي.
- د آلمان د اقامې سند: د خاوند او میرمن او دو تنه شاهدانود پیژند پاڼې (Personalausweis) [نمونه] کاپي چې د کارت څښتن نوم او پته په کې څرګند وي.
- دوه نوې عکسونه: د خاوند\میرمن او دو تنه شاهدانود (هر یوه) دوه قطعه عکسونه چې سپین شالید ولري. عکس [نمونه]
- د وکیل یا نماینده قانوني اسناد: په افغانستان یا بل هېواد د وکیل د تذکرې کاپي او نوې عکس (د اړتیا په صورت کې).
ب. د نورو ډولونو وکالتنامې
- متقاضي باید د دوه شاهدانو سره د لاندې اسنادو په لرلو قونسلګرۍ ته مراجعه وکړم:
- د افغان تابعیت سند: غوښتونکی او دوه شاهدان باید خپله اصلي تذکره یا افغاني پاسپورت او د هغې کاپیانې وړاندې کړي.
- د آلمان د اقامې سند: د متقاضي او دوه تنه شاهدانو د پیژندپاڼې کاپي (Personalausweis) ]نمونه[ د چې د کارت د څښتن نوم او پتې مشخصاتو څرګند وي.
- دوه نوې انځورونه: د متقاضي او د دواړو شاهدانو دوه قطعه انځورونه (سپین شالید) ]نمونه].
- د وکیل یا نماینده قانوني اسناد: په افغانستان یا بل هېواد د وکیل د تذکرې کاپي او نوې عکس (د اړتیا په صورت کې).
- د املاکو اړوند اسناد: که د ملکیت موضوع وي او میراثي بڼه ولري، متقاضي باید د حصر وراثت کاپي او د مالکیت سند (لکه د خرڅولو قباله) یا د مالکیت دقیق معلومات وړاندې کړي.
یادونه: که چیرې د محکمې د قانوني دعوا یا تقابلي دعوا لپاره وکالتنامه جوړه شوې وي، نو ټاکل شوی وکیل باید یا یو جوازلرونکی (مجاز) حقوقي وکیل وي یا د موکل د کورنۍ نږدې غړی (پلار، مور، اولاد یا لمسی د هماغې کورنۍ نسل) وي
د سند صادرول
دغه سند به د لاندې مرحلو تر بشپړېدو وروسته په هماغه ورځ جاري شي:
لګښت: د وکالتنامې لګښت ۳۰۰ یورو دی. د پیسو تادیه د بانکي کارت له لارې امکان لري، خو مهرباني وکړئ یاد ولرئ چې کرېډېټ کارتونه د منلو وړ نه دي.
په هماغه ورځ صدور: کله چې ټول شرایط پوره شي، سند به هماغه ورځ د رسمي کاري ساعتونو په ترڅ کې صادر شي.
مهم ټکي
د اسنادو چمتووالی: ډاډ ترلاسه کړئ چې ټول اړین اسناد مو له ځان سره راوړئ، تر څو د پروسې د ځنډ مخه ونیول شي. نیمګړي غوښتنلیکونه نه منل کېږي.